TOOSnews
اعلان
انګلستان د هري کین په ځلېدونکې لوبې سره د نړیوال جام د شپاړس غوره لوبډلو پړاو ته لار وموندله.
ورزشټوس نیوز

انګلستان د هري کین په ځلېدونکې لوبې سره د نړیوال جام د شپاړس غوره لوبډلو پړاو ته لار وموندله.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د انګلستان ملي فوټبال لوبډلې په زړه راښکونکي بېرته راتګ سره د کانګو دیموکراټیک جمهوریت ملي لوبډلې ته ۲–۱ ماته ورکړه او د ۲۰۲۶ نړیوال جام د شپاړس غوره پړاو (یو-اتم پایلوبې) ته یې د تګ جواز ترلاسه کړ. هري کین د انګلستان دواړه ګولونه د انتوني ګورډن د دوو ګول‌پاسونو په مټ ووهل او د دې بریا اصلي اتل و.

کانګو دیموکراټیک جمهوریت لوبه په زړورتیا پیل کړه او د لوبې په اوومه دقیقه کې برایان سیپنګا خپل ټیم مخته کړ. دغې لوبډلې خپله برتري د لومړۍ نیمایي تر پایه وساتله او انګلستان یې د ۱–۰ په ماتې سره د بدلون خونې ته ولېږه، چې د سیالۍ له حیرانوونکو شیبو څخه وه.

په دویمه نیمایي کې انګلستان د مساوي کولو لپاره خپل بریدونه زیات کړل. د انتوني ګورډن د لوبې په ۶۱مه دقیقه کې میدان ته راتګ د سیالۍ بهیر بدل کړ. هغه د ۷۵مې دقیقې په ترڅ کې یو دقیق سانتر وکړ او هري کین یې د ګول وهلو په مناسب موقعیت کې ودراوه، چې د انګلستان کپټان په سر وهلو سره د لوبې نتیجه مساوي کړه.

ګورډن د ۸۶مې دقیقې په ترڅ کې یو ځل بیا په دقیق ‌پاس سره هري کین ته د ګول فرصت برابر کړ او نوموړي بریدګر په ځواکمن شوټ د انګلستان دویم او بریالی کوونکی ګول وواهه، څو «درې زمریان» د ۲–۱ په بریا سره د شپاړس غوره پړاو ته لار ومومي.

هري کین په دې دوه ګولیزې سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام په روانو سیالیو کې خپل د ګولونو شمېر ۵ ته ورساوه او د نړیوال جام په تاریخ کې یې د خپلو ټولو ګولونو شمېر ۱۳ ته لوړ کړ. انګلستان به د شپاړس غوره پړاو په لوبه کې د جولای په ۵مه د دغو سیالیو له کوربه هېوادونو څخه د مکسیکو پر وړاندې میدان ته ووځي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.