فضلمحمد حقاني، د افغانستان د سفارت سرپرست په تهران کې د طالبانو ادارې لخوا له عسکر جلاليان، د ایران اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت مرستیال سره وکتل، او د افغان بندیانو د لېږد نوې دورې په اړه یې خبرې وکړې. د افغانستان سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د کابل او تهران ترمنځ د حقوقي او قضایي همکاريو د پراختیا او د دې بهیر د اجرائي ميکانیزمونو په اړه ټینګار شوی دی.
په دې خبرو اترو کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد موضوع یو ځل بیا تر بحث لاندې نیول شوې او دواړو لورو په دې برخه کې د زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی. دغه بهیر په تېرو کلونو کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ په دورهيې ډول ترسره شوی دی.
په همدې حال کې، د بندیانو د لېږد موضوع د کورنیو لخوا له اندېښنو سره مخ ده. هغوی د هغو کسانو د حقوقي وضعیت او د هغوی د بیا راستنېدو وروسته د ساتنې شرایطو په اړه د روڼتیا غوښتنه کوي، چې په اوسني حالت کې، او د افغانستان د قضایي جوړښت د نشتوالي او بې مسؤولیتۍ له امله، د دوسیو د رسیدګي په اړه یې اندېښنې لا هم دوام لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








