کابل ښار اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ په پلازمېنې کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. د هغوی په وینا، له دې پېښې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې او په اسمان کې د لوګي یو لوړه او غټه ستنه لیدل شوې ده. تر اوسه د دې چاودنې د ډول په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، دا پېښه د کابل د امنیتي څلورمې حوزې اړوند د درېیم پروان په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د چاودنې غږ په نږدې برخو کې هم په واضح ډول احساس شوی دی. رارسېدلي انځورونه هم ښيي چې د پېښې له ځایه لوګی پورته کېږي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې د علت او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ترلاسه شوي او د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








