ځایي سرچینو رسنیو ته خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د غبرګولي ۱۵مه، غرمه مهال د کابل ښار د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې یو انفجار رامنځته شوی دی.
د دغو سرچینو په وینا، دا چاودنه د سیدالناصری د هلکانو د ښوونځي مخې ته او د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي قدرتالله امیني کور ته نږدې شوې ده.
یوه ویډیو چې رسنیو ته رسېدلې ښيي چې د طالبانو غړي لږ تر لږه یو ټپي کس له سیمې څخه په رینجر موټر کې انتقالوي.
قدرتالله امیني د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی او تر دې مخکې یې په دغه ولایت کې د طالبانو د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.
تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي او اړوند چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
همدارنګه تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او څېړنې لا هم روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








