TOOSnews
اعلان
فايق: د افغانستان د تاريخي اثارو ويجاړول د وياړ خبره نه ده.
افغانستانټوس نیوز

فايق: د افغانستان د تاريخي اثارو ويجاړول د وياړ خبره نه ده.

۴ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د بامیان د پخواني والي عبدالله سرحدي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د تاریخي اثارو او فرهنګي میراثونو ویجاړول د ویاړ خبره نه ده.

فایق د سې شنبې په ورځ، د وږي پر ۳مه، په اېکس کې لیکلي چې د بامیان د بودا مجسمو قصدي ویجاړول «د یوه ملت د تاریخ، هویت او ګډې حافظې پر وړاندې جنایت او د راتلونکو نسلونو سره خیانت» دی.

د طالبانو پخواني والي عبدالله سرحدي په وروستۍ مرکه کې د بامیان د بودا مجسمو د ویجاړولو په اړه ویلي چې هغه مهال یې دا کار د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د لارښوونو او د دوی د تعبیر له مخې د دین غوښتنه بللې وه او د خپلې کړنې له امله یې د پښېمانۍ خبره رد کړې ده.

فایق ویلي، د بامیان بودا یوازې څو ډبرینې مجسمې نه وې، بلکې د افغانستان د څو زره کلن تاریخ یوه برخه او په بشري تمدن کې د دې خاورې د مهم ځای څرګند ثبوت و.

نوموړي ټینګار کړی چې د داسې تاریخي میراث قصدي ویجاړول د دین په نوم نه شي توجیه کېدای. هغه زیاته کړې چې اسلام د علم، فرهنګ او تاریخ دښمن نه دی او جهالت، خرافات او د دین افراطي او تحریف شوي تعبیرونه د افغان مسلمان ولس د باورونو استازیتوب نه کوي.

د بامیان د بودا مجسمې د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په امر ویجاړې شوې. د دغو مجسمو له منځه وړلو په هغه وخت کې په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.