د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي ویلي، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د «شر او فساد» مرکزونه په نښه شوي دي.
د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، فراهي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د خبریالانو د فکري روزنې لپاره جوړ شوي سیمینار کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، پاکستان څو ځله د افغانستان هوايي حریم نقض کړی، خو طالبانو هم په مناسب وخت کې د دغو اقداماتو ځواب ورکړی دی. هغه ادعا کړې چې په اسلاماباد، پېښور او بلوچستان کې د «شر او فساد» پر مرکزونو ترسره شوي عملیات د هېواد په تاریخ کې بېساري دي او د دفاعي ځواک د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
حیاتالله مهاجر فراهي همداراز د رسنیو پر رول ټینګار کړی او له خبریالانو یې غوښتي چې د ده په وینا، د «منفي تبلیغاتو او شایعاتو» پر وړاندې ودرېږي او د ملي یووالي او «اسلامي نظام» د پیاوړتیا لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې پاکستان څو ځله پر افغانستان بریدونه کړي او طالبانو هم ادعا کړې چې په ځواب کې یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د خیبر پښتونخوا، اسلاماباد او بلوچستان په ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








