ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو د پوځ مشر فصیحالدین، په بدخشان کې د سرو زرو د استخراج پر سر له رامنځته شویو کړکېچونو وروسته، د وضعیت د نږدې څېړنې لپاره نسي ولسوالۍ ته تللی دی.
هغه ویډیو چې د چهارشنبې په ورځ، د غویي ۳۰مه، رسنیو ته رسېدلې، هغه شېبه ښيي چې د فصیحالدین او د هغه د مل پلاوي چورلکه په نسي کې ښکته کېږي.
د سرچینو په وینا، د سېشنبې په ورځ ملا جمعه فاتح له ۱۵۰ څخه ډېر وسلهوال طالبان او شاوخوا ۵۰۰ زدهکوونکي او ځايي اوسېدونکي د «الفتح» مدرسه کې راټول کړي وو.
سرچینې وایي چې نوموړي په دې غونډه کې خلک هڅولي وو څو د بدخشان د والي د هغه امر پر ضد لاریون وکړي چې د سرو زرو استخراج یې درولی و.
سرچینې زیاتوي چې د دې لاریون د تنظیم مسؤلیت د «الفتح» مدرسې مدیر برهان ته سپارل شوی و.
سرچینې همدارنګه وایي چې فصیحالدین هڅه کوي ملا جمعه فاتح قانع کړي څو خپل خپلوان او نږدې کسان، چې د شکي ولسوالۍ په قضیه او د خلکو د ځمکو د غصب په قضیو کې تورن بلل شوي، د څېړنو لپاره د ولایت مرکز ته ولېږدوي.
تر دې وړاندې داسې ادعا شوې وه چې د سرو زرو د کانونو پر سر وروستي کړکېچونه د جمعه فاتح او فصیحالدین په همغږۍ رامنځته شوي، ځکه چې د سرو زرو استخراج د هغوی د نږدې کسانو لپاره د عاید مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کانونو غیرمعیاري استخراج په څرګند ډول زیات شوی، او څو ځله د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو د جنګیالیو ترمنځ، او ځینو مواردو کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ، نښتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








