لیکوال:سعید سمیر
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځ له لوري د اسعداباد او د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو تازه بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې درانه ملکي تلفات اوښتي دي.
نوموړي ویلي، په دغو بریدونو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، په نښه شوي ځایونه ملکي سیمې دي او د عامو خلکو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
فطرت دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې «نهبخښل کېدونکی جنګي جنایت» بللی دی. نوموړي زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د سیمې د امنیتي وضعیت لا پسې خرابوي او د ملکي خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.








