TOOSnews
اعلان
فضل احمد معنوي: په کابل کې د اوو تورنو کسانو وژل کېدل صحرايي محاکمه او خپل‌سرې وژنه ده.
افغانستانټوس نیوز

فضل احمد معنوي: په کابل کې د اوو تورنو کسانو وژل کېدل صحرايي محاکمه او خپل‌سرې وژنه ده.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

فضل احمد معنوي، د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر، په کابل کې د غلا په تور د اوو کسانو وژل د طالبانو له خوا «صحرايي محاکمه» او «خپل‌سرې وژنه» بللې. هغه دا اقدام د اسلامي شریعت، قانون، بشري حقونو او انساني کرامت خلاف ګڼلی او د دې پېښې د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په سیمه کې اووه «وسله‌وال غله» د دوی له ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي. خو دې ډلې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۲مه، پر خپلې فېسبوک‌پاڼې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې دا ډول اقدام د شریعت، قانون، اخلاقو او بشري حقونو له نظره د منلو وړ نه دی او باید وغندل شي. هغه ټینګار کړی چې یوازې د یوه تور لګېدل هېڅوک مجرم نه ثابتوي، ځکه اصل د هر انسان برائت او بې‌ګناهي ده.

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر زیاته کړې چې د یوه انسان د ژوند اخیستل یوازې هغه مهال قانوني کېدای شي چې عادلانه قضايي بهیر بشپړ شوی وي، جرم ثابت شوی وي او د یوې او خپلواکې محکمې وروستۍ پرېکړه صادره کړې وي. د هغه په وینا، له دې پړاوونو پرته هر ډول اعدام یا وژنه خپل‌سرې وژنه او صحرايي محاکمه ګڼل کېږي.

هغه خبرداری ورکړی چې د دا ډول کړنو دوام او د عاملانو معافیت به د خلکو د سر او مال امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي او په ټولنه کې به د وېرې او چوپتیا فضا لا پراخه کړي. معنوي ویلي چې هغه امنیت چې پر وېرولو، ځپلو او د مخالفانو پر له منځه وړلو ولاړ وي، نه تلپاتې او نه هم ریښتینی امنیت ګڼل کېدای شي.

د عدلیې پخواني وزیر په پای کې له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او دولتونو غوښتي چې دا پېښه په خپلواک، شفاف او بې‌طرفه ډول وڅېړي او د نړیوالو قوانینو او معیارونو له مخې د عاملانو د حساب‌ورکولو زمینه برابره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.