TOOSnews
اعلان
د نورستان په منډول ولسوالۍ كې سېلابونو خلكو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
افغانستانټوس نیوز

د نورستان په منډول ولسوالۍ كې سېلابونو خلكو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي. د ځايي اوسېدونکو په وینا، تر اوسه شپږ استوګنیز کورونه، د برېښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، یو پلچک، سړکونه، کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن یا ویجاړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، سېلابونو د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.

ځايي سرچینې وایي، د دې طبیعي پېښې له امله تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو مالي زیانونه د پام وړ دي. اغېزمن اوسېدونکي وایي، تر دې دمه ورسره د طالبانو له لوري هېڅ ډول بېړنۍ مرسته نه ده شوې.

بلخوا، د نورستان ځايي طالب چارواکو تر اوسه د دغو سېلابونو او اوښتو زیانونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.