د کونړ او ننګرهار ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي دي. تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته، طالب چارواکو ویلي چې د کونړ ولایت په ځینو سیمو کې هم سېلابونو د خلکو کرنیزې ځمکې، کورونه او نورې شتمنۍ زیانمنې کړي دي. د چارواکو په وینا، دغو طبیعي پېښو ځايي اوسېدونکو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.
تر اوسه د زیانونو کره شمېر او د مرستندویه اقداماتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








