طالبانو اعلان کړی چې تېره ورځ ۹۷۸ کورنۍ چې پنځه زره او ۴۶ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.
حمدالله فطرت، د طالبانو د ویاند مرستیال، د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۱ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوازې د تورخم له پولې ۷۵۱ کورنۍ چې درې زره او ۹۱۳ کسان کېږي، هېواد ته دننه شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، د سپین بولدک پولې له لارې په قندهار کې ۱۳۹ کورنۍ، له نیمروز له پولې ۶۱ کورنۍ او د اسلام قلعې پولې له لارې په هرات کې ۲۷ کورنۍ افغانستان ته بېرته راستنې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، لخوا دوامداره ایستل افغانستان په بحراني وضعیت کې اچولی دی.
په ډېرو ولایتونو کې د استوګنې، روغتیا، زدهکړې او ټولنیزې مرستې اړین امکانات شتون نه لري، او ستنې شوې کورنۍ د سرپناه نشتوالی، محدودې مالي سرچینو او د لومړنیو خدماتو د نشتوالي سره مخ دي.
د نړیوالې کډوالۍ سازمان (IOM) هم اعلان کړی چې زرګونه افغانان چې له پاکستانه ستانه شوي، په سرحدونو کې د ستړیا، زیانپذیرتیا او د راتلونکي په اړه د اندیښنې سره مخ دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
لیکواله:سلیمه حکیمي








