TOOSnews
اعلان
په کابل کې له طالبانو سره نښته کې د غلا په تور څلور تنه وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

په کابل کې له طالبانو سره نښته کې د غلا په تور څلور تنه وژل شوي.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دې ډلې له ځواکونو سره د نښتې پر مهال ۴ وسله‌وال کسان وژل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، دغه کسان وسله‌وال وو او د غلا لپاره یوه کور ته ننوتلي وو. د هغه په وینا، د دې پېښې په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته د طالبانو ځواکونه سیمې ته واستول شول.

ځدراڼ زیاته کړه چې سیمې ته د طالبانو د ځواکونو له رسېدو وروسته، د هغوی او هغو کسانو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې نوموړي «وسله‌وال غله» بللي دي. هغه وویل چې د دې نښتې په پایله کې ټول ۴ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند هم وویل چې د دې ډلې ځواکونو له نښتې وروسته د وژل شویو کسانو له جسدونو څخه ۲ تومانچې ترلاسه کړي دي. طالبانو دغه کسان د یوه کور د غلا هڅې په تور تورن کړي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم په ورته مواردو کې ویلي هغه کسان یې د دې ډلې له ځواکونو سره د نښتو پر مهال وژلي چې په غلا یې تورن کړي وو. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تورنو کسانو سره د چلند او د جنایي تورونو د څېړنې د بهیر په اړه نیوکې مطرح شوي دي.

تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی و چې ۷ هغه کسان یې د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د دې ډلې له ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژلي چې «وسله‌وال غله» یې بللي وو. دې ادعا د طالبانو د ځینو منتقدانو غبرګونونه را پارېولي.

فضل‌احمد معنوي، د افغانستان د پخواني حکومت د عدلیې وزیر، په کابل کې د طالبانو له خوا د غلا په تور د ۷ کسانو وژل کېدل «صحرایي محاکمه» بللې او دا یې د اسلامي شریعت، قانون، بشري حقونو له معیارونو او انساني کرامت سره په ټکر کې ګڼلي دي.

معنوي د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۲مه، په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه یادښت کې دغه اقدام «خپل‌سرې وژنه» بللې او ویلي یې دي چې دا ډول چلند د شریعت، قانون، اخلاقو او بشري حقونو له معیارونو سره سم د منلو وړ نه دی.

هغه ټینګار کړی چې په اسلامي فقهه او حقوقي نظامونو کې د بې‌ګناهۍ اصل حاکم دی او هېڅوک یوازې د یوه تور پر بنسټ مجرم نه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.