هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، د یوې کورنۍ څلور غړي، چې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه پکې شامل دي، د دیشو او ګرمسېر ولسوالیو ترمنځ په شګلنو دښتو کې له ورکېدو وروسته د طالبانو د هوايي ځواک په مرسته موندل شوي او ژغورل شوي دي. د نوموړي په وینا، د دغې کورنۍ موټر چلوونکی لا هم ورک دی.
د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ راشدي ویلي، دغه کسان له تېرې ورځې راهیسې د دیشو او ګرمسېر ولسوالیو ترمنځ د بهرامچې په دښتو کې ورک شوي وو. هغه زیاته کړې چې د پېښې د خبر له ترلاسه کولو وروسته، د هغوی د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل شول.
راشدي ویلي، د دغې کورنۍ د موټر چلوونکی د کورنۍ د څلورو غړو تر موندل کېدو مخکې له هغوی څخه جلا شوی و او د هغه د موندلو هڅې لا هم روانې دي. نوموړي د موټر چلوونکي د وضعیت او د هغه د احتمالي ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو چارواکو د دغې کورنۍ د ورکېدو د کره لامل او دا چې هغوی څومره وخت په ریګزارونو کې سرګردانه وو، نور معلومات نه دي خپاره کړي. همداراز روښانه نه ده چې په پیل کې په دې سیمه کې څو کسان ورک شوي وو او ایا له موټر چلوونکي پرته بل څوک هم لا هم ورک دی که نه.
د افغانستان په سوېل او لوېدیځ، په ځانګړې توګه د هلمند او نیمروز په ځینو برخو کې، پراخې او کمنفوسه دښتې او ریګزارونه شته. د مشخصو لارو نشتوالی، شدیده ګرمي او دغو سیمو ته د لاسرسي ستونزې په ځینو برخو کې تګ راتګ له جدي خطرونو سره مخ کوي.
په وروستیو کلونو کې په دغو سیمو کې د مسافرو د ورکېدو او مړینې ورته پېښې هم راپور شوي دي. د روان کال د زمري میاشتې په منځ کې هم د ۱۹ افغان وګړو مړي، چې ایران ته د سفر پر مهال د نیمروز په دښتو کې ورک شوي وو، د چهاربرجک ولسوالۍ په ګرد لالوي سیمه کې وموندل شول.
سرچینو هغه مهال ویلي وو چې دغه کسان د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي دي. ورته پېښو یو ځل بیا د افغانستان په سوېل لوېدیځو دښتو کې د جغرافیایي او اقلیمي شرایطو له امله رامنځته کېدونکو ستونزو ته پام اړولی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








