لیکواله:سلیمه آریایي
ځايي سرچینې په لوګر ولایت کې وایي چې په یوه مرموزه پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دغه پېښه تېر ماښام د «فیضی کلا» سیمه کې، چې د حصارک کلی سره نږدې ده، د لوګر ولایت مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا،نقاب لرونکي وسله والو د دې کورنۍ په کور ننوتلي او موسی، د هغه ښځه او دوه کوچني زامن یې د ډزو هدف ګرځولي دي. برید کوونکي وروسته له برید څخه له سیمې تښتېدلي دي.
د طالبانو امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته سهار وختي رسېدلي او پلټنې یې پیل کړي. تر اوسه پورې د دې وژنې عاملان نه دي پیژندل شوي.
د سرچینو په وینا، د دې پېښې لامل لا تر اوسه روښانه نه ده او هیڅ شخص یا ډلې هم د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د دې ډول پېښو زیاتوالي په تېرو میاشتو کې د سیمهییزو اوسېدونکو اندېښنې راپورته کړیي دي. هغوی د امنیت ټینګښت او د چارواکو د ځواب غوښتنې غوښتنه کړې ده.








