TOOSnews
اعلان
د ۸۰ میلیونه یورو په ارزښت د رنسانس څلور ارزښتناک هنري اثار، په ایټالیا کې له یوه موزیم څخه غلا شوي دي.
کلتور او هنرټوس نیوز

د ۸۰ میلیونه یورو په ارزښت د رنسانس څلور ارزښتناک هنري اثار، په ایټالیا کې له یوه موزیم څخه غلا شوي دي.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رنسانس دورې پورې اړوند څلور ارزښتناک اثار چې اټکلي ارزښت یې له ۷۰ تر ۸۰ میلیونو یورو پورې دی، د ایټالیا د سیسیلي ټاپو په مسینا ښار کې له سیمه‌ییز موزیم څخه غلا شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، د زمري ۲۶مه، راپور ورکړی چې د ایټالیا د کلتور وزیر الېساندرو جولي د دغو اثارو غلا تایید کړې ده. دغه اثار د شنبې په ماښام د مسینا ښار له موزیم څخه غلا شوي؛ مسینا د رنسانس د نامتو انځورګر انتونلو دا مسینا د زېږېدو ښار دی.

په غلا شویو اثارو کې د «سن ګریګوریو» د څو تختیز انځور درې برخې او د «مریم له ماشوم او مسیح سره» په نوم دوه‌مخیز انځور شامل دي چې د انتونلو دا مسینا له اثارو څخه دي. دغه څو تختیز اثر په ټولیز ډول پنځه برخې لرلې چې دوه نورې برخې یې له غلا وروسته د موزیم په شاوخوا کې وموندل شوې او بېرته موزیم ته وسپارل شوې.

انتونلو دا مسینا د ۱۵مې میلادي پېړۍ له مخکښو ایټالوي انځورګرانو څخه و او اثار یې لوړ هنري او تاریخي ارزښت لري. له همدې امله، د هغه د اثارو غلا، په ځانګړي ډول له هغه موزیم څخه چې د ده د زېږېدنې په ښار کې موقعیت لري، پراخه پاملرنه ځان ته. رااړولې ده.

د ایټالیا چارواکو د دغې غلا په اړه څېړنې پیل کړي دي او د ورکو شویو څلورو اثارو د موندلو هڅې روانې دي. د خپرو شویو اټکلونو له مخې، د دغو اثارو ټولیز ارزښت له ۷۰ تر ۸۰ میلیونو یورو پورې اټکل شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.