TOOSnews
اعلان
فاکس نیوز د مجتبی خامنه‌اي پټ ژوند د اسامه بن لادن د ژوند له طریقې سره پرتله کړ.
نړۍټوس نیوز

فاکس نیوز د مجتبی خامنه‌اي پټ ژوند د اسامه بن لادن د ژوند له طریقې سره پرتله کړ.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

فاکس نیوز شبکې په خپل راپور کې د ترهګرۍ ضد چارو د کارپوه عمر محمد له قوله لیکلي، چې مجتبی خامنه‌ای نږدې درې میاشتې کېږي په پټنځای کې ژوند کوي، او دا وضعیت د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ژوند وروستیو کلونو ته ډېر ورته والی لري.

دغه کارپوه له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې متحده ایالاتو د ایران د اسلامي جمهوریت مشر داسې پټې عملیاتي کچې ته رسولی، لکه اسامه بن لادن چې شاوخوا لس کاله د پاکستان د ابوټ‌آباد په ښار کې ژوند کاوه.

هغه څرګنده کړه چې بن لادن په ابوټ‌آباد کې د خپل اوسېدو پر مهال هېڅ ډول مخابراتي اړیکه نه درلوده، او اړیکې یې یوازې په لاس او د دوو باوري پیغام‌رسوونکو له لارې ترسره کېدې.

د عمر محمد په وینا، اسلامي جمهوریت د ابوټ‌آباد له تجربې دا زده کړې، چې تر ټولو خوندي پټنځای حتمي نه دی چې په لرې پرتو غرنیو سیمو کې وي، بلکې کېدای شي په یوه پوځي ښار کې دننه خوندي او لوړ دېوال لرونکی کمپلکس وي.

دغه د ترهګرۍ ضد چارو کارپوه زیاته کړه چې بن لادن د پټې ژوند پر مهال د پاکستان له مهمې پوځي اکاډمۍ یوازې شاوخوا یو کیلومتره واټن درلود او د لوړو دېوالونو تر شا پټ و. د هغه په باور، په ایران کې ورته ځایونه ښايي د سپاه پاسداران اړوندو مرکزونو ته نږدې قوي او ځمکلاندې تاسیسات وي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.