TOOSnews
اعلان
فرانسه د كډوالو د كښتۍ د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ تورن كسان محاكمه كوي.
نړۍټوس نیوز

فرانسه د كډوالو د كښتۍ د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ تورن كسان محاكمه كوي.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فرانسې د جرمونو ضد څارنوالۍ ویلي چې د مانش کانال په سیمه کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو په قضیه کې ۱۴ تورن کسان محاکمه کوي، چې په هغوی کې افغانان هم شامل دي. دغه پېښه د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې ۳۱ کډوال د فرانسې او بریټانیا ترمنځ په اوبو کې ژوند له لاسه ورکړ.

فرانسوي عدلي چارواکو پر دغو کسانو د غیرعمدي وژنې، غیرعمدي ټپي کولو، په منظمه توګه د غیرقانوني کډوالۍ د اسانتیا برابرولو او په جرمي شبکو کې د ګډون تورونه لګولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د تورنو کسانو ډېری یې د افغانستان او عراق اوسېدونکي دي او داسې شک کېږي چې دوی د انساني قاچاق له شبکو سره همغږي لرله.

په همدې حال کې د قضیې په یوه جلا څېړنیزه برخه کې د فرانسوي سمندري ځواکونو ځینې غړي هم تر پلټنو لاندې دي، ځکه تور پرې دی چې د خطر سره د مخ کسانو په ژغورنه کې پاتې راغلي دي.

د څېړنو له مخې، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یوه له اندازې ډېره ډکه، نامناسبه او له ژغورنې وسایلو بې‌برخې کښتۍ د شپې مهال د مانش کانال په اوبو کې حرکت پیل کړ.

په دغه پېښه کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل وو، چې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شوي وو.

چارواکي دا پېښه د انساني قاچاق د شبکو د فعالیتونو او د ناقانونه کډوالۍ د هڅو پایله بولي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.