ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د دوشنبې په ماښام یې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو لېږدوونکی موټر په نښه کړی دی.
د دغې جبهې په وینا، برید د ملي امنیت په استوګنیز ښارګوټي کې د شپې شاوخوا ۸:۲۰ بجې ترسره شوی، چې له امله یې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې برید یې د خپلو عملیاتو په لړ کې ترسره کړی دی.
طالبانو تر اوسه د یادې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او په خپلواکه توګه هم د برید د تلفاتو او جزئیاتو پخلی نه دی شوی.
لیکوال:سعید سمیر








