فرانسوي اوونیزې کوریه انترنسیونال» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې که له ایران سره پوځي جګړه رامنځته شي، د امریکا پوځ به له هغه څه ډېر پېچلو شرایطو سره مخ شي چې تمه یې کېده.
په دې تحلیل کې راغلي چې امریکا په پیل کې فکر کاوه چې د هوايي برلاسۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ کولای شي ایران ژر مهار کړي، خو د جګړې بهیر ښودلې چې دا ډول جګړه ښايي تر اټکل اوږده او پېچلې وي.
راپور زیاتوي چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه، په ځانګړي ډول د دې هېواد پوځي اډې او بېړۍ، د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې زیانمنونکي ثابت شوي دي.
همدارنګه د جګړې د لګښتونو له امله رامنځته شویو فشارونو او د لا ډېرو تجهیزاتو او ځواکونو د لېږلو اړتیا ته اشاره شوې، او ویل شوي چې دا موضوع د امریکا پر پوځي جوړښت د پام وړ فشار واردوي.
د تحلیل په پای کې ټینګار شوی چې دا ډول شخړې ښيي امریکا نور د پخوا په څېر نه شي کولای په منځني ختیځ کې یوه لویه جګړه له درنو پایلو پرته اداره کړي.
لیکواله:سلیمه آریاي








