TOOSnews
اعلان
د رضا شاه له موميايي، د ايران پخواني مشر علي خامنه‌اي د مړي تر نامعلوم برخليک پورې.
نړۍټوس نیوز

د رضا شاه له موميايي، د ايران پخواني مشر علي خامنه‌اي د مړي تر نامعلوم برخليک پورې.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له هغه وخت څخه نږدې درې میاشتې تېرې شوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پخوانی مشر آیت‌الله علي خامنه‌ای ووژل شو؛ هغه شخصیت چې د آیت‌الله روح‌الله خمیني وروسته تر ۳۶ کلونو زیات د ایران د سیاسي واک په سر کې پاتې شوی و او د هېواد په ډېرو مهمو پرېکړو کې یې اساسي رول درلود.

د اسرائیل او امریکا د امنیتي ادارو د اعلانونو او همدارنګه د ایراني چارواکو د تایید له مخې، خامنه‌ای د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ۹ مه د شنبې په سهار وختي د «بیت رهبري» په نوم پر ودانۍ د هوايي بریدونو پر مهال ووژل شو. سره له دې چې رسمي د ماتم مراسم او څلوېښتي ترسره شول، خو تر اوسه د هغه د ښخېدو ځای او د جنازې د مراسمو په اړه هېڅ روښانه معلومات نه دي خپاره شوي.

همدا موضوع د دې اټکلونو لامل شوې چې ښايي د ایران پخوانی مشر په پټه خاورو ته سپارل شوی وي؛ داسې موضوع چې ځینې خلک یې د ایران له تاریخي پېښو سره پرتله کوي.

په یوه تاریخي روایت کې، کامبیز آتابای چې د پهلوي کورنۍ له نږدې کسانو څخه و، ویلي وو چې رضا شاه د عام تصور خلاف په مصر کې نه و خښ شوی، بلکې د هغه مړی په پټه توګه د شاه عبدالعظیم په سیمه کې ساتل کېده. د هغه په وینا، د رضا شاه د قبر ځای د پهلوي کورنۍ د نږدې کسانو په سپارښتنه پټ ساتل شوی و، څو په راتلونکي کې د احتمالي سپکاوي او تعرض مخه ونیول شي.

دا روایت کلونه وروسته، د ۱۳۹۷ کال د غویي په میاشت کې بیا د خلکو پام ځان ته واړاوه؛ هغه مهال چې د«ري» ښار د عمراني کارونو پر مهال یو مومیایي شوی مړی وموندل شو چې ډېرو خلکو ګومان کاوه د رضا شاه دی. خو د اسلامي جمهوریت چارواکو هېڅکله هم په رسمي توګه د هغه هویت نه دی تایید کړی.

د ایران په تاریخ کې د سیاسي شخصیتونو د قبرونو لېږدول یا ویجاړول اوږده مخینه لري. ویل کېږي چې آقامحمدخان قاجار د کریم‌خان زند پاتې شوني له شیراز څخه تهران ته لېږدولي وو. همدارنګه ویل کېږي چې د نادر شاه افشار هډوکي هم په بېلابېلو دورو کې څو ځله لېږدول شوي دي.

د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته هم د قاجاري پاچاهانو ځینې مقبرې له ویجاړۍ او یا د کارونې له بدلون سره مخ شوي. د شاه عبدالعظیم په سیمه کې د ناصرالدین شاه مقبره زیانمنه شوې او داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې برخې یې ویجاړې شوي دي. همدارنګه په قم کې د فتحعلي شاه د قبر د کارونې د بدلون په اړه هم راپورونه موجود دي.

په اوسنیو شرایطو کې، د خامنه‌ای د ښخېدو د ځای په اړه د رسمي معلوماتو نشتوالی لا هم شکونه او ابهامونه زیاتوي. ځینې شنونکي باور لري چې امنیتي وضعیت او د ټولنیزو غبرګونونو وېره د دې لامل شوي چې د جنازې عام مراسم ترسره نه شي.

په همدې وخت کې، اوازې او غیر رسمي روایتونه هم دوام لري. ځینو کسانو په ټولنیزو شبکو او عامه فضا کې آن دا ادعا هم کړې چې خامنه‌ای لا ژوندی دی؛ خو تر اوسه د دې ادعاوو لپاره هېڅ سند او رسمي تایید نه دی وړاندې شوی.

د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر د مړي د برخلیک په اړه ابهام اوس د ایران له تر ټولو جنجالي سیاسي او تاریخي موضوعاتو څخه ګرځېدلې او لا هم ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي.

لیکواله:سلیمه:آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.