TOOSnews
اعلان
غني: د پاكستان هوايي بريدونه يوازې امنيتي پېښه نه، بلكې ملي ازموينه ده.
افغانستانټوس نیوز

غني: د پاكستان هوايي بريدونه يوازې امنيتي پېښه نه، بلكې ملي ازموينه ده.

۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پرله‌پسې هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دا بریدونه یوازې یوه امنیتي پېښه نه، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې جدي ملي بلنه ده.

غني ویلي: «زه چمتو یم چې د یوې افغاني ملي اجماع په جوړولو، له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم.»

د یادونې وړ ده چې پاکستان تېره شپه د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو خونړي هوايي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېره ملکي مرګ‌ژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په مندخېلو سیمه کې اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم په رسمي توګه تایید کړې، چې د دغو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۹ نور سخت ژوبل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.