د کامرون پولې ته څېرمه د مرکزي افریقا جمهوریت کې د یوه ناقانونه سرو زرو کان د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. دا په طبیعي زېرمو بډایه هېواد کې د ورته پېښو له لړۍ څخه تر ټولو تازه پېښه ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د سېشنبې ورځې (د زمري۲۷ مه) له غرمې وروسته د مرکزي افریقا جمهوریت د بابوا ښار شاوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې د زمبویه په کان کې رامنځته شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو ښودلې چې په دغه ستر پرانیستي کان کې، چې سلګونه دودیز کانکیندونکي پکې کار کوي، د ځمکې یوه برخه نړېدلې او یو شمېر کسان یې تر خاورو او ډبرو لاندې کړي دي.
څو سیمهییزو سرچینو ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د دې کان یوه کانکیندونکي، سدریک مبانګو، فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ځمکه په بشپړه توګه ونړېده او خلک یې تر ځان لاندې کړل.» هغه دغه پېښه «له ناورین څخه ډکه» بللې ده.
د بابوا څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښايي دغه نړېدنه د «څو هغو تر ځمکې لاندې تونلونو د نړېدو» له امله رامنځته شوې وي چې کانکیندونکي پکې پر کار بوخت وو. نوموړي د پېښې په اړه د قضايي څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
د بابوا یوه منتخب چارواکي، لوران نګون بابا، د چهارشنبې په سهار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې «په دې پړاو کې د قربانیانو د کره شمېر معلومول ستونزمن دي.»
کامرون ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي کسان د کامرون اتباع وو.
ژغورل شوي کسان په بابوا کې یوه روغتون ته لېږدول شوي او د چهارشنبې په ورځ هم د لټون او ژغورنې عملیات دوام درلود.
په مرکزي افریقا جمهوریت کې د دولت له کنټرول څخه بهر او ناقانونه کانکیندنې په سیمو کې د کانونو نړېدل یوه عامه پېښه ده.
د جون په میاشت کې هم د مرکزي افریقا جمهوریت او کامرون پر پوله د بي-مباري په سرو زرو کان کې ورته یوې پېښې لسګونه کسان ووژل.
د مارچ په نیمایي کې، د مرکزي افریقا جمهوریت په لویدیځ کې د نګوروم په کلي کې د یوه کان د نړېدو له امله اووه کسان ووژل شول.
د فبروري په میاشت کې هم د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په ګوردي سیمه کې ۲۰ کسان ووژل شول.
په مرکزي افریقا کې د سازمانشوو جرمونو او تاوتریخوالي د څار پروژې څېړونکې، عایشه پیمبورا، د مارچ په میاشت کې په یوه مقاله کې لیکلي وو: «که څه هم په مرکزي افریقا جمهوریت کې دودیزه کانکیندنه د مقرراتو له مخې تنظیم شوې، خو ډېر کانکیندونکي او سوداګر د کانکیندنې له جواز پرته په غیرمجازو سیمو کې فعالیت کوي یا د سوداګرۍ له رسمي لارو څخه ډډه کوي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








