د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو آمر، احسان الله احسان، اعلان وکړ چې د ازبکستان د فرغانې والي د ۱۲۰ سوداګرو په ملتیا د یکشنبې سهار کابل ته رسېدلی دی.
د ښاغلي احسان په وینا، د دې پلاوي په راتګ سره د هغو ازبک سوداګرو او پانګهوالو ټولیز شمېر چې له پرون راهیسې افغانستان ته راغلي، ۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه سوداګر او پانګهوال په افغان–ازبک ګډ اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی دی. ټاکل شوې چې دا اقتصادي غونډه د یوې ورځې لپاره ترسره شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا به تمرکز ولري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په دې فورم کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازي او اقتصادي چارواکي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








