زرغون بهیر د امرالله صالح په مشرۍ، اعلان کړی چې د دې سازمان پوځي څانګې په پنجشېر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو موټر په نښه کړی دی. دغې ډلې ادعا کړې چې دا عملیات د خپلو دوو غړو د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې زرغون بهیر په اېکس کې خپره کړې، دغه عملیات د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۴مه ترسره شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې «زرغونې قطعې» د یوه بریالي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو ډاټسن موټر، چې د عبداللهخېلو درې د منجنستو کلي پر لور یوې قرارګاه ته روان و، په نښه کړی او بشپړ یې له منځه وړی دی.
دغه سازمان همداراز ویلي چې په دې پېښه کې هغه موټر هدف ګرځېدلی چې شاوخوا ۱۰ تنه طالب ځواکونه پکې سپاره وو. زرغون بهیر ټینګار کړی چې دا اقدام د خپلو دوو غړو د وژل کېدو په ځواب کې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تېر کال طالبانو د «زرغونې قطعې» دوه غړي، قوماندان حکیمالله خان او احمد علي، په یاده سیمه کې له نیولو وروسته په ډزو وژلي وو او هغوی ته یې د درناوي ډک ښخولو اجازه هم نه وه ورکړې.
تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو ځینو سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې له هماغې ورځې ماښام د پنجشېر ولایت د عبداللهخېلو درې په منجنستو سیمه کې یوه چاودنه شوې وه.
زرغون بهیر، چې د افغانستان د جمهوريت نظام پر مهال د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح له خوا جوړ شوی و، هغه مهال یې تر ډېره مدني او ټولنیز فعالیتونه ترسره کول. دغې ډلې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د استخباراتي معلوماتو خپرولو او د پوځي فعالیتونو د ادعاوو لوری خپل کړی دی.
دې سازمان تر دې مخکې هم د خپلو پوځي فعالیتونو خبر ورکړی و او د سمنګان او غور په ګډون یې په ځینو ولایتونو کې د بریدونو ادعا کړې وه.
لیکواله:سلیمه آریایي








