له هرات ولایت څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې خبریاله حبیبه صالحي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه، د پیسو په بدل کې خوشې شوې ده. سرچینې وایي دا معلومات د کورنۍ او نږدې کسانو له قوله ترلاسه شوي دي.
د سرچینې په وینا، حبیبه صالحي تېره شپه شاوخوا اته بجې د هرات د قومي مشرانو په منځګړیتوب د طالبانو د استخباراتي ادارې له بند څخه آزاد شوې ده. ویل کېږي چې د خوشې کېدو بهیر د سیمه ییزو کسانو په همکارۍ ترسره شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د هغې کورنۍ د خوشې کېدو لپاره شاوخوا یو لک او اتلس زره افغانۍ ورکړي دي، او دا پیسې په څو پړاوونو کې اړوندو کسانو ته سپارل شوي دي.
همدارنګه ادعا شوې چې د بند پر مهال له نوموړې سره ناسم چلند شوی، د سرچینې له مخې، حبیبه صالحي د ټولنیزو رسنیو له لارې د طالبانو پر ضد د مطالبو د خپرولو له امله نیول شوې وه، او همدا فعالیتونه د هغې د نیولو اصلي لامل بلل شوی دی.
حبیبه صالحي چې پخوا یې د خبریالۍ په برخه کې کار کړی، د غویي په درې ویشتمه د هرات ښار په لومړۍ ناحيه کې نیول شوې وه. نوموړې تر دې وړاندې د طالبانو له واکمنۍ مخکې په هرات کې د یوې ټلویزیوني خپرونې وړاندې کوونکې وه.
لیکوال:سعید سمیر








