TOOSnews
اعلان
حضرت علي: پاكستان د داعش او ورانكارو ډلو روزنه او تمويل كوي.
نړۍټوس نیوز

حضرت علي: پاكستان د داعش او ورانكارو ډلو روزنه او تمويل كوي.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مشرقي جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي ادعا کړې چې پاکستان د داعش او نورو ورانکارو ډلو عملي روزنه او تمویل روان ساتلی او ویلي یې دي چې د دغو ډلو روزنیز مرکزونه د خېبر پښتونخوا په اورکزیو، باجوړ، تیرا او چترال سربېره په بلوچستان او مستونګ سیمو کې فعال دي.

هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي، دغه مرکزونه د پاکستاني پوځ افسرانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي او موخه یې په افغانستان کې بې‌ثباتي او ګډوډي رامنځته کول دي. د نوموړي په وینا، پاکستان هڅه کوي یو ځل بیا ځینې مخالفې څېرې او د داعش ډلې غړي سره راټول او تجهیز کړي، څو افغانستان د سیاسي بحران او ناامنۍ پر لور بوځي.

حضرت علي ټینګار کړی چې افغانستان د نیابتي جګړو قرباني نه، بلکې د خپلواک ولس ګډ کور دی او افغانانو د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زده‌کړه کړې، نو دا ډول هڅې به بریالۍ نه شي.

هغه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له پرتو خلکو غوښتي چې د دغو هڅو پر وړاندې ویښ پاتې شي او اجازه ور نه کړي چې د دوی له احساساتو او نوم څخه ناوړه استفاده وشي. نوموړي ویلي، د ترهګرو ډلو جوړول او د داخلي اختلافاتو ژوندي ساتل د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.

د مشرقي جهادي شورا مشر له اسلام‌اباده غوښتي چې د ترهګرۍ او افراطیت له ملاتړ لاس واخلي او د سالم ګاونډیتوب، متقابل احترام او سیمه‌ییز ثبات لاره خپله کړي. هغه ویلي، که پاکستان د ترهګرۍ پر ضد رښتینې مبارزه وکړي، سیمه او نړۍ به له ښه امنیته برخمنه شي، کنه نړۍ ته به یو ځل بیا ثابته شي چې د ترهګرۍ ملاتړ د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

حضرت علي همدارنګه ډیورنډ کرښه “ملي او تاریخي موضوع” بللې او ویلي یې دي چې دا د ټول ملت د حاکمیت او تاریخ برخه ده.

نوموړي د افغانستان له اوسنیو حاکمانو هم غوښتي چې خلک د کډوالۍ او بې‌برخلیکۍ پر لور ونه ټېل وهي، بلکې د ملي تفاهم، پراخ سیاسي مشارکت او ملي یووالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو ټول افغانان د هېواد په راتلونکي کې ځان شریک احساس کړي.

بلخوا، پر کابل واکمنو طالبانو هم له دې وړاندې ادعا کړې چې پاکستان د داعش خراسان ډلې غړو ته په خپله خاوره کې پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه ورکړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، دوی داسې شواهد لري چې پاکستاني پوځ روزل شوي داعش وسله‌وال افغانستان ته استوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.