TOOSnews
اعلان
حامد سيفي د احمد مسعود له ډلې جلا شو او نوى حركت يې جوړ كړ.
افغانستانټوس نیوز

حامد سيفي د احمد مسعود له ډلې جلا شو او نوى حركت يې جوړ كړ.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په افغانستان کې د حکومت مخالفو سیاسي او نظامي ډلو ترمنځ تازه تحول رامنځته شوی، چې پکې د مقاومت له مخکښو قوماندانانو څخه ګڼل کېدونکی حامد سیفي له احمد مسعود څخه جلا شوی او د یوه نوي سیاسي-ملي حرکت د جوړېدو اعلان یې کړی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، سیفي چې د پخواني جمهوري نظام د پوځ له مهمو قوماندانانو څخه پاتې شوی، اوس د «نهضت آزادي او عدالت» په نوم یو نوی سیاسي جریان معرفي کړی دی. هغه ویلي چې دا حرکت به د عدالت د تأمین، سیاسي بدلونونو او د خلکو د اساسي حقونو د دفاع لپاره فعالیت کوي.

تر دې دمه د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې له خوا د دې جلا کېدو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.

په همدې حال کې ځینې سیاسي شنونکي دا پرمختګ د مخالفو ډلو ترمنځ د داخلي اختلافاتو او د واحد موقف د کمزورتیا نښه بولي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.