عبدالحکیم حقاني، د طالبانو د قضايي نظام مشر، د افغانستان د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په سفر کې خبرداری ورکړ چې «هغه نظام چې پر ظلم جوړ شي، دوام نه شي موندلی». هغه د طالبانو له چارواکو او ځواکونو وغوښتل چې له ظلم، تېري او د بندیانو او تورن کسانو سره د ناسم چلند څخه ډډه وکړي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې عبدالحکیم حقاني کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو ته سفر کړی دی. د دې اعلامیې پر اساس، هغه د محلي طالبانو له چارواکو سره د خلکو او بندیانو د چلند په اړه خبرې کړې دي.
حقاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د طالبانو چارواکي باید د اوسني وضعیت قدر وکړي، ځکه چې د هغه په وینا، «اسلامي نظام» په افغانستان کې واکمن دی او هېڅ بهرنی لاسوه ونهنه هیواد کې نشته.
هغه همداراز د تورنو کسانو سره د قانوني اصولو رعایت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېڅ څوک حق نه لري چې چا ته په خپل سر سزا ورکړي. د هغه په وینا، د بندیانو او هغو کسانو سره چې په جرم تورن دي باید مناسب او انساني چلند وشي.
د طالبانو قضايي مشر زیاتوي چې هر ډول ظلم، تېری او د بندیانو او مجرمانو سره ناسم چلند د منلو وړ نه دی او د طالبانو ځواکونه باید له دې ډول کړنو ډډه وکړي. هغه خپلو ځواکونو ته وویل: «هڅه وکړئ چې چا ته ظلم ونه شي، ځکه هغه نظام چې ظلم کوي، دوام نه لري.»
عبدالحکیم حقاني د طالبانو له اغیزمنو څېرو څخه شمېرل کېږي او د دې ډلې په اوسني جوړښت کې مهم رول لري.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت د نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو لخوا د صحرایي محاکمو، خپل سري توقیفونو، د بندیانو شکنجې او تورنو کسانو ته د قانوني مراحلو پرته ډزې کولو په تورونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو او ځینو بشري حقونو سازمانونو خپاره شوي راپورونه ښيي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو سلګونه کسان وژل شوي، شکنجه شوي یا ورک شوي دي. همداراز راپورونه شته چې د داعش د غړیتوب په تور تورن کسان پرته له محاکمې وژل شوي او ځینې سیاسي بندیان د شکنجې له امله مړه شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د ظلم او د دې ډلې د ځواکونو د ناسم چلند د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








