د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له غړو او مسؤلینو سره په لیدنه کې امر کړی چې د طالبانو هغه غړي چې په تېرو دوو لسیزو جګړو کې وژل شوي، قبرونه یې ثبت او نښانهګذاري شي.
د دې امر له مخې، د وژل شویو طالبانو د غړو قبرونه باید په ځانګړو لوحو او بیرغونو وپېژندل شي. همداراز ټینګار شوی چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څارنې لاندې دې د دغو کسانو په اړه رسالې او کتابونه ولیکل شي، څو هغه څه چې “د تېر جهاد تاریخ” بلل شوي، راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.
دا امر په داسې حال کې صادر شوی چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ له پراخو اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او بېکارۍ سره مخ دي. نړیوالو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د معیشتي بحران او د خلکو د ژوند د سختیو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
یو شمېر منتقدان وایي، د طالبانو له خوا د تېرو جګړو د روایتونو پر برجسته کولو تمرکز، په اوسنیو شرایطو کې د دې ډلې د حکومت د لومړیتوبونو په اړه پوښتنې راولاړوي. د دوی په باور، د اقتصادي ستونزو حل او د خلکو د ژوند وضعیت ته رسېدنه د افغانستان له مهمو اوسنیو اړتیاوو څخه دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








