TOOSnews
اعلان
په ننګرهار کې د یوه کور نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

په ننګرهار کې د یوه کور نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق‌الله قریشي ویلي، چې دغه پېښه د پنج‌شنبې په ماښام (د زمري په لومړۍ نېټه) د جلال‌اباد ښار په «افغان مېنه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، دغه کور د بارانونو او زړې ودانۍ له امله نړېدلی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړو، چې پلار او زامن هم پکې شامل دي، ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.

د تېرې ورځې بارانونو او سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. تر اوسه په لغمان ولایت کې د یوه کس د مړینې او د شپږو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

سختو سېلابونو همداراز سړکونه او لویې لارې هم ویجاړې کړې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.