د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د خوړو د ناامنۍ د بحران په اړه د ملګرو ملتونو د جدي اندېښنو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو څخه تر څلورو کلونو ډېر وخت تېر شوی او اوس وخت رارسېدلی چې دغه ډله د افغانستان د خلکو د روغتیا او هوساینې د ملاتړ لپاره رغنده رول ولوبوي.
دې وزارت امریکا غږ ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لارښوونې پر بنسټ، له افغانستان سره د امریکا ټولې هغه مرستې ځنډول شوي دي چې داسې اندېښنه موجوده وه چې ښايي طالبانو ته ورسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د مېندو او ماشومانو لپاره د خوراکي توکو حیاتي زېرمې پای ته رسېدلي دي. د دې ادارې په وینا، د تېر کال له اکتوبر راهیسې د افغانستان او پاکستان د پولو تړل کېدو مرستندویه ادارې اړې کړي چې خپلې بار وړونکې لارې د ایران پر لور واړوي، خو په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو، د ایران د بندرونو محاصرې او د امریکا او اسرائیلو له ایران سره د جګړې له امله سمندري محدودیتونو دغه بدیله لاره هم تړلې ده.
په جنیوا کې د خوړو نړیوال پروګرام د تدارکاتو مشرې، کورین فلیشر، ویلي چې په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، او دغه سازمان اوس اړ شوی چې خپلې مرستندویه محمولې د سعودي عربستان او دوبۍ له لارې انتقال کړي، چې دا بهیر ډېر وخت او زیات لګښت ته اړتیا لري.
له بلې خوا، طالبانو چې مخکې یې له پاکستان سره ټولې سوداګریزې اړیکې ځنډولې وې، هیله لرله چې د ایران چابهار بندر د پاکستاني بندرونو بدیل کړي، خو په سیمه کې جګړو د ایران بندرونه هم اغېزمن کړل او ترانسپورټي لارې یې عملاً وتړلې.
د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانان د خپل ژوند د دوام لپاره بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، او د ترانزیټي ستونزو دوام او د نړیوالو مرستو ځنډېدل د ټولنې د میلیونونو زیانمنو خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
لیکواله:سلیمه حکیمي








