ځايي سرچينې وايي، چې د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د اتنجلو کلي کې د طالبانو او سيمهييزو بزګرانو ترمنځ سخته شخړه شوې ده.
د سرچينو په وينا، دغه اخ و ډب د ځمکې او کرنيزو چارو پر سر رامنځته شوې، چې پر مهال يې يو تن وژل شوی او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
ويل کېږي، چې له پېښې وروسته سيمه کې وضعيت ترينګلی شوی او طالبانو سيمې ته اضافي ځواکونه هم لېږلي دي.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
لیکوال:سعید سمیر








