TOOSnews
اعلان
كندهار كې د ځانمرګو بريدګرو له كورنيو سره نغدي مرستې شوي.
افغانستانټوس نیوز

كندهار كې د ځانمرګو بريدګرو له كورنيو سره نغدي مرستې شوي.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کندهار ولایت طالب مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند، ژېړۍ، پنجوايي او سپین‌بولدک ولسوالیو کې یې د ۴۷ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره نغدي مرستې کړي دي.

د دوی په وینا، دغه مرستې د ځانګړو پروګرامونو له لارې ترسره شوي، خو د مرستو د کچې او ټولیز مقدار په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

یاد ځانمرګي بریدګر د تېر جمهوري نظام پر مهال د طالبانو له لوري د حکومت پر ضد په جګړه کې تر ټولو مرګونې وسيله وه چې تر ډېره يي قربانيان ملکي وګړي وه.

تر اوسه د دغو مرستو په اړه د بشري حقونو د بنسټونو او نورو اړوندو ادارو لخوا رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.