د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې د افغانستان د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې یې هغو زرګونو کورنیو ته مرستې رسولې دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو اغېزمنې کړې وي.
د دغې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ د دې مرستو له پروګرامه برخمنې شوې دي. دغه مرستې د څو اوونیو پرلهپسې هڅو وروسته سیمې ته انتقال شوې دي.
همداراز، سره صلیب ویلي چې دا بهیر یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ ترسره کړی، څو اړمنو خلکو ته پر وخت لاسرسی یقیني شي.
کامدېش، چې د نورستان له ناارامه سیمو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کې د سرحدي ترینګلتیاوو له امله له بشري ستونزو سره مخ شوی او مرستندوی بنسټونه هڅه کوي د خلکو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








