TOOSnews
اعلان
په پاكستان كې ۲۵ ميليونه ماشومان له زده كړو محروم دي.
نړۍټوس نیوز

په پاكستان كې ۲۵ ميليونه ماشومان له زده كړو محروم دي.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پوهنې وزارت ویلي، چې په ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې دي.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي د قامي اسمبلۍ د پوښتنو پر مهال ویلي، دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه او ۳۷۰ زره ماشومان، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، له بنسټیزو زده کړو محروم دي.

د نوموړي په وینا، پنجاب ایالټ د هغو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر لري چې ښوونځیو ته نه ځي، او شمېر یې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ته رسېږي.

هغه زیاته کړه، په سند ایالت کې ۷ میلیونه او ۸۲۰ زره، په خیبر پښتونخوا کې ۴ میلیونه او ۹۲۰ زره، په بلوچستان کې ۲ میلیونه او ۹۴۰ زره، او په اسلام‌اباد کې نږدې ۹۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

خالد مقبول صدیقي ویلي، یوازې په اسلام‌اباد کې ۷۰ زره ماشومان بېرته ښوونځیو ته جذب شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.