د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپله وروستۍ وینا کې، چې د دې ډلې د مالیې وزارت د مسوولانو او ولایتي مستوفیانو په سیمنار کې یې وکړه، یو ځل بیا د پاکستان له لوري د ترسره شوو بریدونو په اړه هېڅ یادونه ونه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کونړ ولایت په مرکز او د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د طالبانو د مشرتابه له لوري د دې پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.
په همدې حال کې، سیمهییز اوسېدونکي د کونړ ولایت د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.








