د امریکا د هوايي چلند له سرچینو راپورونه وایي چې یوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکه چې د مکسیکو له لاس کابوس نړیوال هوايي ډګر څخه د ټکساس ایالت د لاریډو نړیوال هوايي ډګر پر لور روانه وه، د خپل منزل هوايي ډګر ته نږدې د الوتنې پر مهال لوېدلې ده.
چارواکو ویلي چې د ژغورنې او بېړنیو مرستندویه ټیمونو په چټکۍ سره د پېښې سیمې ته ځان رسولی او د الوتکې د سپرلیو د ژغورنې هڅې یې پیل کړي دي. خو تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې په اړه رسمي او کره معلومات نه دي خپاره شوي.
په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې دا په تېرو دوو ورځو کې په امریکا کې دویمه الوتکه ده چې د تخنیکي ستونزو یا نورو لاملونو له امله د سقوط له پېښې سره مخ کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








