هندي الاصله ستورپېژندونکی انیل مینون نړیوال فضایي سټېشن ته رسېدلی او ټاکل شوې چې شاوخوا اته ورځې له ځمکې څخه ۴۰۰ کیلومتره لرې په دغه فضایي مرکز کې پاتې شي.
انیل مینون به په دې موده کې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې څېړنې ترسره کړي. نوموړي خپل لومړني پیغام کې د ځمکې لیدل یوه بېسارې تجربه بللې او ویلي یې دي چې د ځمکې ښکلا د بیان له کچې پورته ده.
د نوموړي دغه سفر د فضايي څېړنو په برخه کې یو نوی پرمختګ بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








