د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون غړي وايي، افغانستان د ایران د غیرنفتي صادراتو دویم ستر بازار دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ حجم له درې میلیارده ډالرو اوړي.
د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون غړي د دوغارون سرحدي بندر د لیدنې پر مهال ویلي، افغان سوداګرو په وروستیو کلونو کې په ایران کې خپلې پانګونې زیاتې کړي دي.
د دغه کمېسیون غړي متکي ویلي، د ایران حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې د پانګونې فرصتونه پراخ کړي دي.
د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون مرستیال مهدي طغیاني ویلي، د دوغارون ازاده سوداګریزه صنعتي سیمه د ایران له مهمو اقتصادي سیمو څخه ده او افغانستان د همدې لارې د وارداتو او بیاصادراتو لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، د دوغارون له لارې د ایران او افغانستان د سوداګریزو راکړو ورکړو لوړه کچه د دې سرحد ستراټیژیک اهمیت څرګندوي او د پانګونې زیاتوالی به دا سیمه د ایران له مخکښو ازادو اقتصادي سیمو څخه وګرځوي.
بلخوا، د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، هره ورځ د اسلامکلا او دوغارون سرحدونو له لارې له ۱۲۰۰ څخه ډېر ایراني او بهرني باروړونکي موټر تګ راتګ کوي، خو په افغانستان کې د ځینو زېربناوو او اسانتیاوو نشتوالی کله ناکله پر سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېز کوي.
لیکوال:سعید سمیر








