TOOSnews
اعلان
د ایران قضائیې قوې د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور د ۲ تورنو د اعدامېدو خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

د ایران قضائیې قوې د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور د ۲ تورنو د اعدامېدو خبر ورکړ.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران قضاییې قوې اعلان وکړ چې دوشنبې سهار یې امېد بهزاد او پوریا صفوت د «اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ» په تور اعدام کړي دي. د اسلامي جمهوریت قضایي قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس لیکلي چې دغو دوو کسانو د هغې پروسې په ترڅ کې چې «۱۲ ورځنۍ جګړه» او «۴۰ ورځنۍ جګړه» بلل شوې، د نظامي او امنیتي مرکزونو معلومات، انځورونه او دقیق کورډینیټونه موساد او دغې ادارې پورې اړوندو ارتباطي چینلونو ته لېږل.

د میزان د راپور پر بنسټ، دا دوه کسان د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان له لوري نیول شوي وو او د تحقیقاتو په بهیر کې یې پر مطرح شویو تورونو اعتراف کړی دی. په دغه راپور کې راغلي چې امېد بهزاد څو ځلې د نظامي، انتظامي او امنیتي مرکزونو اړوند همغږي او اطلاعات موساد پورې اړوندو چینلونو ته لېږلي او د اسرائیل منسوب د یوه ټلګرامي چینل له چلوونکي سره هم په اړیکه کې و.

میزان همدا راز ادعا کړې چې پوریا صفوت د هغې پروسې په ترڅ کې چې «۴۰ ورځنۍ جګړه» بلل شوې، د نظامي او امنیتي مرکزونو اړوند اطلاعات ایران انټرنشنل شبکې او اسرائیل پورې اړوندو ارتباطي چینلونو ته لېږلي او ځینې هغه ځایونه چې اطلاعات یې انتقال شوي وو، وروسته د بریدونو موخه ګرځېدلي دي.

میزان خبري اژانس په خپل راپور کې د دغې دوسیې څېړونکې شعبې، د محاکمې د بهیر تفصیلاتو، د تورنو دفاعیاتو یا د هغوی د مدافع وکیلانو څرګندونو ته اشاره نه ده کړې. همدا راز تر اوسه د دغو دوو کسانو د هویت، دوسیې یا تفصیلاتو په اړه د ایران د رسمي رسنیو له خپرو شویو معلوماتو نور خپلواک اطلاعات نه شته.

په مقابل کې، یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو بنسټونو دا اعدامونه «پټ» بللي او په داسې دوسیو کې یې د قضايي بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو بنسټونو تر دې وړاندې هم د اعدام د حکمونو پر چټک پلي کېدو، له اجباري اعترافونو څخه پر ګټې اخیستنې، وکیل ته د تورنو پر نه لاسرسي او د عادلانه محاکمې د معیارونو پر نه مراعات کېدو خبرداری ورکړی و.

تېره اوونۍ هم د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) د ایران له چارواکو وغوښتل چې د بنیامین نقدي د اعدام حکم پلي کول ودروي. دغه سازمان اعلان کړی چې اسلامي جمهوریت د اجباري اعترافونو اخیستلو لپاره له شکنجې او بد چلند څخه د ګټې اخیستنې او د ظالمانه، غیرانساني او سپکاوي کوونکو مجازاتو د پلي کولو مستنده تاریخچه لري.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال د کب له ۹مې نېټې راهیسې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې، په ایران کې د اعدام د حکمونو د پلي کېدو بهیر زور اخیستی او قضاییې قوې په لسګونو کسان د «جاسوسۍ» او «له امریکا او اسرائیل سره د همکارۍ» په تور اعدام کړي دي. په اعدام شویو کسانو کې د سراسري اعتراضونو یو شمېر نیول شوي کسان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې اسلامي جمهوریت د اعدام له مجازات څخه په ټولنه کې د وېرې د خپرولو او د اعتراضونو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. هغې همدا راز ویلي چې په تېر یوه کال کې د اعدامونو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی او دا بهیر له وروستۍ جګړې وروسته نور هم چټک شوی دی.

د ایران د قضاییې قوې رئیس غلامحسین محسني اژه‌اي هم تر دې وړاندې څو ځلې له څارنوالانو غوښتي وو د هغو کسانو دوسیې چې د جګړې له پیل وروسته یا د اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوي، بې له ځنډه وڅېړي او حکمونه یې صادر او پلي کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.