غلام رضا نوري قزلجه، د ایران د کرنې وزیر، د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد. په کابل کې د ایران سفارت په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې د نوموړي د سفر موخه له طالب چارواکو سره لیدنه او د کرنې او مالدارۍ له نندارتون څخه لیدنه ده.
نوري قزلجه تر دې وړاندې هم د ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي په میاشت کې په تهران کې د طالبانو د کرنې وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې افغانستان ته د کرنې په برخه کې د تخنیکي او انجینري خدمتونو د وړاندې کولو او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد لپاره د ایران چمتووالی څرګند کړی و. هغه مهال نوموړي د روزنیزو او تخنیکي چارو په برخه کې د ایران پر شته ظرفیتونو د همکارۍ ټینګار کړی و.
د ایران د کرنې وزیر همداراز، په ایران کې د زېربناوو او روزنیزو مرکزونو شتون ته په اشاره، د افغان متخصصینو د روزنې وړاندیز کړی و. هغه وړاندیز کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو د لا منظم تعقیب لپاره په کابل کې ګډه کمېټه جوړه شي، څو د دې برخې اړوند موضوعات تعقیب کړي.
نوري قزلجه په هغه لیدنه کې د افغانستان په پرمختیايي پروژو کې د تهران پر ګډون هم ټینګار کړی و. د کرنې د بڼې اصلاح، د تخنیکي همکاریو پراختیا او د اوږدمهاله هوکړهلیکونو جوړول هغه مهم موارد وو چې د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو د همکاریو په چوکاټ کې تعقیبېدای شي.
د دې لیدلوري پر بنسټ، د دغو همکاریو موخه د کرنې د سکتور د ظرفیت لوړول او د افغانستان د بزګرانو د ژوند د کچې ښه کول کېدای شي. د ایران د کرنې وزیر تازه کابل ته سفر هم په داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ کرنیزې او پرمختیايي همکارۍ د تهران او کابل په اړیکو کې له مهمو موضوعاتو څخه بلل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








