د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد رهبر د څه باندې ۲ زره بندیانو د بخښنې یا د سزا له کمولو سره موافقه کړې ده؛ هغه پرېکړه چې د ایراني چارواکو په وینا په راتلونکو ورځو کې به د دغو کسانو د یوې لویې برخې د خوشې کېدو زمینه برابره کړي.
د دولتي خبري اژانس «پریس ټي وي» د راپور له مخې، دا اقدام د ایران د قضائیه قوې د رئیس، غلامحسین محسني اژهاي، د غوښتنې په تعقیب ترسره شوی دی. ایراني قضایي چارواکو ویلي چې د دې پرېکړې عملي بهیر به د اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته پیل شي.
د راپور له مخې، ډېری هغه بندیان چې د دې فرمان تر پوښښ لاندې راځي، به د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته له زندانونو خوشې شي او یا به د خپلې محکومیت مودې له کمښت څخه ګټه واخلي.
خو ایراني رسنیو ویلي هغه بندیان چې د امنیتي جرمونو، لکه جاسوسۍ او ورته نورو تورونو له امله محکوم شوي، د دې بخښنې او د سزا د کمښت له امتیاز څخه برخمن نه دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې ایران په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پراخو اعتراضونو شاهد و. د دغو اعتراضونو پر مهال زرګونه کسان نیول شوي او یو شمېر یې د بېلابېلو قضایي حکمونو له مخې محکوم شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








