TOOSnews
اعلان
اسماعيل مياخېل: طالبان نه دي بدل شوي، نړۍ خپل معيارونه راټيټ كړي.
افغانستانټوس نیوز

اسماعيل مياخېل: طالبان نه دي بدل شوي، نړۍ خپل معيارونه راټيټ كړي.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون پخواني رئیس اسماعیل میاخېل د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو او دریځونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د بدلون په اړه ورکړل شوې ژمنې ناسمې ثابتې شوي دي.

هغه په خپله اېکس پاڼه خپره کړې لیکنه کې څرګنده کړې چې له کلونو راهیسې افغانانو د سیاسي تفاهم، ملي روغې جوړې او سوله‌ییزو حل‌لارو غوښتنه کړې، خو د ده په وینا د طالبانو له لوري د دې غوښتنو پر ځای محدودیتونه، نیونې، فشارونه او د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه زیات شوي دي.

میاخېل ویلي چې افغانانو د جګړو، ځانمرګو بریدونو، بې‌ځایه کېدو او د خپل نظام د سقوط ترخې تجربې لیدلې دي، له همدې امله د سولې په ارزښت تر ډېرو نورو ښه پوهېږي. هغه ټینګار کړی چې هېڅوک باید افغانانو ته د تاوتریخوالي او سولې درس ورنه کړي.

د نوموړي په باور، اوسنی افغانستان د رښتینې سولې شاهد نه دی، بلکې میلیونونه خلک، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د خپلو حقونو او عزت دفاع کوي، له سختو محدودیتونو سره مخ دي او هېواد د یوه پرانیستي زندان بڼه خپله کړې ده.

هغه همداراز د نړیوالو پر دوه‌ګوني چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې کله نور هېوادونه له افراطي ډلو سره د مقابلې لپاره ځواک کاروي، دا چاره مشروع دفاع بلل کېږي، خو د افغانانو د مقاومت غږ بیا له نیوکو سره مخامخ کېږي.

میاخېل په پای کې ټینګار کړی چې عادلانه سوله د حقونو او عدالت له تأمین پرته ناشونې ده او افغانستان باید د خپلو خلکو په واک کې وي، نه د داسې ډلې چې د وېرې او فشار له لارې حکومت کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.