TOOSnews
اعلان
اسرائیل په جنوبي لبنان کې د حزب الله اړوند ۱۵۰ هدفونو باندې د برید خبر ورکړی.
نړۍټوس نیوز

اسرائیل په جنوبي لبنان کې د حزب الله اړوند ۱۵۰ هدفونو باندې د برید خبر ورکړی.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې د لبنان په جنوب کې د هغو څه باندې ۱۵۰ هدفونو پر ضد بریدونه کړي چې د دوی په وینا د حزب‌الله د «بنسټیزو پوځي تاسیساتو» برخه وو. د اسرائیلو پوځ په هغه خبرپاڼه کې چې شنبې، د غبرګولي ۱۵مه خپره شوې، ویلي چې حزب‌الله له دغو تاسیساتو څخه د اسرائیلي سرتېرو پر ضد د عملیاتو د پلان او ترسره کولو لپاره کار اخیست.

بل لور ته، د لبنان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان، رودولف هیکل، د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، عاصم منیر، په بلنه اسلام‌آباد ته سفر کړی دی. تر اوسه د دې سفر د موخې او مودې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د اسرائیلو، امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د منځګړیتوب هڅې روانې دي، او د دغو کړکېچونو اغېزې لبنان ته هم غځېدلې دي.

په سیاسي ډګر کې، د لبنان حکومت د حزب‌الله پوځي فعالیتونه منع اعلان کړي او د امریکا متحده ایالاتو له هغو منځګړیتوبیزو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د یوه دوامدار اوربند ټینګول دي. په دغو هڅو کې د جګړو درول، د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل، او د حزب‌الله د وسلو د موضوع ارزونه شامل دي.

په بل لوري کې، حزب‌الله هغه وړاندیزونه رد کړي چې اوربند یې د دې ډلې له بې‌وسلې کېدو سره مشروط کړی دی. حزب‌الله ټینګار کوي چې لومړی باید د اسرائیلو بریدونه ودرول شي او د هغوی ځواکونه د لبنان له خاورې ووځي.

د لبنان یوې پوځي سرچینې العربیه شبکې ته ویلي چې د لبنان د پوځ د قوماندان پاکستان ته د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو ارزول دي. د دغې سرچینې په وینا، د لبنان پوځ افسرانو پخوا هم په پاکستان کې په پوځي روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.