TOOSnews
اعلان
د طالبانو اړوند دوسیې قاضي په روسیه کې د سترې محکمې د مرستیالۍ لپاره نوماند شو.
نړۍټوس نیوز

د طالبانو اړوند دوسیې قاضي په روسیه کې د سترې محکمې د مرستیالۍ لپاره نوماند شو.

۲۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

الګ نفدوف، د روسیې د سترې محکمې قاضي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو د ممنوعه ډلو له نوملړه د ایستلو اړوند حقوقي بهیر کې یې رول درلود، د روسیې د سترې محکمې د مرستیالۍ مقام ته نوماند شوی دی.

د «وېدوموستي» ورځپاڼې د راپور له مخې،ټاکل شوې چې د روسیې د قاضیانو د صلاحیت عالي شورا د مې په ۲۶مه د هغه د نوماندۍ غوښتنه و ارزوي. دا اقدام د سترې محکمې په مشرتابه کې له وروستیو بدلونونو وروسته د اداري اصلاحاتو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د راپور پر بنسټ، نفدوف مخکې د قاضیانو د سرغړونو د څېړنې د پلاوي مشري کړې او په وروستیو کلونو کې د هغو دوسیو د څېړلو له امله مشهور شوی چې له ممنوعه سازمانونو او جریانونو سره تړاو لري.

د هغه تر ټولو مهمو دوسیو کې یوه هغه پرېکړه وه چې په روسیه کې یې «د جنسي اقلیتونو نړیوال غورځنګ» ممنوع اعلان کړ؛ داسې پرېکړه چې د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوه او د همجنس‌پالو د حقونو پر وړاندې د روسیې د سختو سیاستونو برخه وبلل شوه.

ویل کېږي چې نفدوف د افغانستان له سیاسي بدلونونو وروسته د طالبانو د حقوقي وضعیت په ارزونه کې هم رول لوبولی دی.

د «وېدوموستي» راپور زیاتوي چې لا تر اوسه څرګنده نه ده چې که د هغه نوماندي تایید شي، نو د انضباطي پلاوي لپاره به څوک د هغه ځایناستی شي او د سترې محکمې د مدني چارو د پلاوي په مشرتابه کې به کوم بدلونونه رامنځته شي؛ هغه څانګه چې د دې ادارې له تر ټولو بوختو برخو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.