ځايي سرچينې د کابل په هوايي ډګر کې وايي چې د طالبانو ځواکونو له يو شمېر مسافرو غوښتي دي چې د افغانستان څخه د وتلو پر مهال، د دې ډلې د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د اختر پيغام هغو افغانانو ته ورسوي چې په بهر کې مېشت دي.
د سرچينو په وينا، دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې افغانستان ته د اروپايي هېوادونو او امريکا تابعيت لرونکو افغانانو تګ راتګ زيات شوی دی.
ملا هبتالله اخوندزاده په خپل اختريز پيغام کې ادعا کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ټولو وګړو حقونه خوندي شوي او د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» اصل هم پلي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نړيوالو بنسټونو او يو شمېر افغانانو څو ځله د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شويو محدوديتونو، لکه د زدهکړو او کار څخه محروميت، په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
همدارنګه، د اقتصادي ستونزو دوام، د بېوزلۍ زياتوالی او ټولنيز محدوديتونه هغه موضوعات دي چې لا هم پرې بحثونه او نيوکې روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








