پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغان کرکټ له لومړنیو ستورو څخه بللی دی.
کرزي د سېشنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر ډېر خواشینی کړی او نوموړي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پیاوړتیا او نړیوال شهرت لپاره نههېرېدونکې هڅې کړي دي. هغه زیاته کړې، چې ځدراڼ د افغان کرېکټ په ځلولو کې یادېدونکې کارنامې ترسره کړي او نوم به یې تل د هېواد د ورزش په تاریخ کې ژوندی پاتې وي.
پخواني ولسمشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولنې سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.
شاپور ځدراڼ د څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته د سېشنبې په ورځ ومړ. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند د نوي ډیلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و او د وینې او معافیتي حجرو د بېکچې فعالېدو (HLH) ناروغۍ په څلورم پړاو اخته و.
ځدراڼ د روان کال د جنوري په ۳۰مه له نړیوال کرېکټ څخه د تقاعد اعلان کړی و. هغه د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو او ۳۶ شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی، په ترتیب سره یې ۴۳ او ۳۷ وېکټې اخیستې وې او د هېواد د کرېکټ له اغېزناکو چټکو توپ اچوونکو څخه شمېرل کېده.
د شاپور ځدراڼ تر مړینې وروسته د کرېکټ ګڼو لوبغاړو، مینهوالو او بېلابېلو شخصیتونو د هغه مړینه د افغان کرېکټ لپاره ستره ضایعه بللې او له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








