د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، ویلي چې باوري نه دی پاکستان به له طالبانو سره د روان کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماټیکه لاره خپله کړي.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغې غوښتنې ته په غبرګون کې کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد ویلي، طالبانو تر دې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماسي غوره بولي او په دې تړاو یې بېلابېل وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي. هغه زیاته کړې چې طالبان وايي له پاکستان سره د دښمنۍ اراده نه لري او هغه د یوه مسلمان او ورور هېواد په توګه ګڼي.
د نوموړي په وینا، اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د پاکستان واکمن نظام به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او که نه.
خلیلزاد ویلي: «هیله لرم چې همداسې وشي، خو له بده مرغه په دې اړه ډېر خوشبین نه یم.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ماشومانو، ښځو او ځوانانو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








