د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی، که د بنو ولسوالۍ پر پولیسو شوې حملې ځواب ته اړتیا پېښه شي، اسلام اباد به د طالبانو پر ضد سخت او پرېکنده عملیات ترسره کړي. نوموړي ویلي، پاکستان به له طالبانو سره هماغه ډول چلند وکړي لکه څنګه چې یې له هند سره کړی و.
د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، خواجه اصف ادعا کړې چې د طالبانو له لوري د پاکستان پر ضد «نیابتي جګړه» روانه ده او هند یې ملاتړ کوي. هغه ویلي، طالبان د پاکستان له مرستو او همکاریو وروسته «ناشکري» کوي، خو د خپلو خبرو د وضاحت لپاره یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې، اسلاماباد به د بنو برید د قربانیانو د وینې حساب واخلي او تر هغو به ارام نه کښېني څو وسلهوالې ډلې له منځه نه وي وړل شوي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت شارژدافیر احضار کړی او د می میاشتې د نهمې نېټې د بنو برید په تړاو یې ورته احتجاج لیک سپارلی دی. پاکستان ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی او د استخباراتي معلوماتو له مخې بریدګر په افغانستان کې مېشت وو.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې څو ځله د اسلاماباد تورونه رد کړي او په پاکستان کې یې ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسئله بللې ده.
د دواړو لورو اړیکې له تېرو څو میاشتو راهیسې ترینګلې دي. که څه هم په قطر، چین، ترکیه او سعودي عربستان کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو ځله خبرې شوې، خو تر اوسه یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.
لیکوال:سعید سمیر








